د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویلي، د اسنادو پرته موټرو د ثبت او مالیاتي محصول د ورکړې بهیر د روان لمریز کال تر پایه غځول شوی او له نن، سهشنبې، د هېواد په اوو زونونو کې عملي کېږي. د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پرېکړه د مالیې وزارت د وړاندیز، د کابینې د تصویب او د طالبانو د مشر له منظورۍ وروسته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د موټرو د ثبت بهیر به د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز او خوست–پکتیا په زونونو کې پیل شي. د مالیې وزارت ویلي، د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۴ میلادي کلونو ترمنځ د تولید شویو عادي موټرو لپاره د مالیاتي محصول په ورکړه کې ۳۵ سلنه تخفیف ورکول کېږي. همدارنګه، د ۲۰۰۵ میلادي کال او له هغه وروسته د تولید شویو موټرو لپاره ۶۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی. وزارت زیاته کړې چې د عادي او یوکیلي زغرهوالو موټرو لپاره ۲۰ سلنه تعرفه ټاکل شوې ده.



