ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د بیجینګ–ایران–افغانستان پر مسیر لومړنی مستقیم ترانزیټي اورګاډی د ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان هرات ولایت ته رسېدلی دی. د ایران–افغانستان د اوسپنې پټلۍ دهلېز مسوول مصطفی رضایي ویلي، دا لومړی ځل دی چې یو ترانزیټي بار له چین څخه تر افغانستان پورې له بیا کښته کولو او بیا بارولو پرته لېږدول کېږي. د هغه په وینا، په دې اورګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه MDF تختې بار شوې وې، چې له بیجینګ څخه خوځېدلې، د ترکمنستان له لارې ایران ته ننوتې او وروسته د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د هرات د روزنک تمځي ته رسېدلې دي. رضایي ویلي، د دې لارې په فعالېدو سره به د توکو د لېږد وخت او لګښت راکم شي او د چین، ایران، افغانستان او د منځنۍ اسیا ترمنځ به سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې شي.



