کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې مولوي محمد خالد یې د تنظيف رياست د نوي فني مرستيال په توګه ټاکلی دی. د ښاروالۍ په وينا، د دې ګومارنې موخه د کابل ښار د تنظيفي خدمتونو د کيفيت لوړول او د ښاري پاکوالي چارو لا اغېزمن تنظيم دی. بلخوا، يو شمېر د کابل اوسېدونکي شکايت کوي چې ښاروالۍ له هغوی څخه د تنظيف ماليات راټولوي، خو د پاکوالي خدمتونه د تمې سره سم نه وړاندې کېږي. د دوی په وينا، په ډېرو سيمو کې د کثافاتو راټولېدل، د سړکونو ناپاکي او د تنظيفي خدمتونو کمزوري لا هم جدي ستونزې دي. کابل ښاروالۍ تر اوسه د خلکو د دغو شکايتونو په اړه جلا غبرګون نه دی ښودلی، خو ټينګار کوي چې د نويو اداري بدلونونو له لارې به د تنظيفي خدمتونو کيفيت ښه شي.



