د هرات د والي د رسنیو دفتر ویلي، چې د اسلامکلا له بندر څخه د اوبلن ګاز ۱۰۵ لوی بارونه هرات ولایت ته رسېدلي دي. د یاد دفتر په وینا، په بازار کې د اوبلن ګاز د عرضې له څرګند زیاتوالي سره تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د اوبلن ګاز بیې راټیټې شي او د خلکو لپاره به دې سونتوکي ته لاسرسی اسانه شي. ځايي چارواکي وایي، د اوبلن ګاز د وارداتو زیاتوالی به د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي او د بیو د ثبات لپاره به هم اغېزمن تمام شي.



