د امریکا د هوايي بریدونو له دوام سره، د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو په یوولسمه شپه، ایراني رسنیو په تهران کې د چاودنو غږونو او د هوايي مدافعې د سیستمونو د فعالېدو خبر ورکړی دی. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د چهارشنبې سهار (د سرطان ۳۱مه) د تهران له ځینو سیمو څخه د چاودنو غږونه او د هوايي مدافعې فعالیتونه اورېدل شوي دي. تر اوسه د پېښو د زیانونو او نورو جزیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. په ورته وخت کې، ایراني رسنیو د امریکا د هوايي بریدونو له امله د همدان، تبریز، بوشهر، چابهار، کنارک او سیریک په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړي دي. بل لور ته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې د بریدونو یوولسم پړاو بشپړ کړی دی. سینټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي عملیاتو مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د الوتکو ځالې، د بېپیلوټه الوتکو د ساتنې مرکزونه او د پوځ لوژستیکي بنسټونه په نښه کړي دي. د سینټکام په وینا، د دغو بریدونو موخه د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د برید کولو لپاره د ایران د وړتیا کمزوري کول دي. د دې قوماندانۍ په وینا، ایران په تېرو درېیو میاشتو کې د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو ۳۰ سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي دي.



