چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د ممیزو د پروسس کارخونې پرانيستل

د کابل په سټالف ولسوالۍ کې د اته میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د «ممیزو د پروسس» یوې کارخونې فعالیت پیل کړ. د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی. د برادر پر وینا، د یادې کارخونې له فعالیت پیلېدو سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي. دغه کارخونه د ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو له لوري د کابل په سټالف ولسوالۍ کې پرانيستل شوې ده. يادې ادارې ويلي، د سمون د ممیزو د پروسس کارخونه پر ۱۲۸ جرېبه ځمکه جوړه شوې، چې اته میلیونه ډالر پانګونه په کې شوې او په کلني ډول د ۱۰زره ټُنه ممیزو د پروسس وړتیا لري. همدا راز د یادې کارخونې له لوري پروسس او بسته‌بندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادر شي.

- Advertisment -spot_img