چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان کډوالو او نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه د متقي او عراقچي خبرې

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په تهران کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل. د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، چې عراقچي او متقي د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، په ایران کې د دېره افغان کډوالو د وضعیت، سوداګرۍ، ترانزیټ او د اوبو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. په بیان کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په تدریجي ډول او د افغانستان شرایطو ته په پام سره وي. په بیان کې دا هم راغلي، چې ښاغلي عراقچي ژمنه کړې، په ایران کې د دېره افغان کډوالو لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې شي. له دې مخکې د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت ویلي وو، چې متقي د ایران په رسمي بلنه د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی دی.

- Advertisment -spot_img