د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې قطر ته د افغان کارګرو د استولو لپاره د نوملیکنې پروسه پیل شوه. یاد وزارت د نوملیکنې برخې هم په ډاګه کړې دي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې نوملیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د راتلونکې سه شنبې د اسد له ۷ مې نېټې د ځانګړو ادرسونو له لارې ترسره کېږي. سرچینه کاږي، چې یاد وزارت ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو رسمي ادرسونو د یادو شرکتونو نومونه او ادرسونه په بشپړ ډول نشر کړي، چې هېوادوال هلته نوملیکنه کولی شي. دا کارګر داسې مهال استول کېږي، چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ نه بلې ته په لوړېدو او د بېوزلۍ کچه په پراخېدو ده



