دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پنجشېر کې یو ماشوم ژوند بایللی

پنجشېر کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ مسئولینو ویلي، د یاد ولایت په «آبشار» ولسوالۍ کې یو شپږ کلن ماشوم په سیند کې له ډوبېدو وروسته مړی شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، حقمل سعد ویلي، چې دا پېښه د آبشار ولسوالۍ په ګلاب‌خېل سیمه کې شوې ده.
سعد زیاته کړې،چې ماشوم د لامبو پرمهال د سیند قوي څپو لاندې کړی او ژوند یې بایللی دی.
سرچینې ویلي، چې د ماشوم جسد له څو ساعته نادرکۍ وروسته پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
پنجشېر کې د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي: “طالب چارواکي ټولو هغو هېوادوالو ته، چې د ګرمۍ له امله دې ولایت ته سفر کوي، دا پیغام ورکوي، چې د خپلو ماشومانو او ځانونو زیات خیال وساتئ، د سیند په ژورو او زورورو اوبو کې له آب‌بازۍ څخه ډډه وکړئ، خپلې کورنۍ د غم پر ټغر مه کینوئ.”
له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د لامبو پرمهال ګڼو ځوانانو او ماشومانو ژوند بایللی دی.
بلخوا طالب چارواکو بار بار له هېوادوالو غوښتي، چې په سیندونو او زیاتو اوبو کې له لامبو ډډه وکړي او خپل ژوند په خپله وژغوري.

- Advertisment -spot_img