سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ابوظبۍ: د لسګونو زرو افغانانو کوربتوب يې کړی

د ۲۰۲۱ م کال له اګست راهیسې یې له ۱۷٬۶۰۰ څخه د زیاتو افغانانو کوربه‌توب کړی او هغوی یې ۲۱ بېلابېلو هېوادونو ته د بیا مېشتېدو لپاره لېږلي دي. دا څرګندونې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې په یو بیان کې کړي، چې له دې هېواده د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یو شمېر افغان کډوالو د جبري ستنېدنې په اړه راپورونه خپاره شول. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په مستقیمه توګه له دې هېواده افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر وروستیو راپورونو تبصره نه ده کړې، خو د ابوظبۍ په پنډغالي کې یې شاوخوا ۱۷٬۶۱۹ افغان وګړو د کوربه‌توب او هغو ته د موقتي اسانتیاوو د برابرولو په اړه ویلي، چې په دې چاره یې شاوخوا ۳۶۷ میلیونه امریکايي ډالر لګښت کړی دی. متحده عربي اماراتو همداراز په دې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له افغانستانه د بیړنۍ تخلیې پر مهال، د افغانانو او بهرنیو وګړو په ګډون، ۴۱٬۰۰۰ کسان له دې هېواده په خوندي توګه ایستلي دي. تېره دوشنبې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې عربي اماراتو یو شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي. د رویټرز د دې راپور له مخې، لږ تر لږه دوې افغانې کورنۍ په همدې میاشت کې له اماراتو افغانستان ته اېستل شوي او د ۲۵ نورو تنو د اېستلو تابیا هم شوې وه، خو د هغوی وروستی وضعیت نه‌دی تائید شوی. د دې راپورونو په غبرګون کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل (Truth Social) ولیکل، چې د دې افغانانو د ژغورنې لپاره به اقدام وکړي.

- Advertisment -spot_img