سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګراندي: د افغان کډوالو د راستنېدو ناسم مدیریت سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) کمشنر خبرداری ورکړی، که د افغان کډوالو د ستنېدو ستونزمن وضعیت په سم ډول مدیریت نه شي، داسې غبرګون به رامنځته شي، چې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي. فلیپو ګراندي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانانو په سخاوتمندانه ډول لسیزې کوربه توب ته په پام، دا ناورین په دقت او سم ډول اداره کړي. زما غوښتنه له هغو ګاونډیو هېوادونو چې لسیزې یې له افغان کډوالو په زغم او سخاوت مېلمه پالنه کړې، اوس د هم دا سخت وضعیت په انساني روحیې، زغم او تدریجي ډول اداره کړي، کنه نو داسې غبرګون به را منځ ته شي، چې ټوله سیمه به بې‌ثباته کړي. نوموړي زیاته کړې، چې ډېری راستنېدونکي افغانان تش لاس هېواد ته راستنېږي؛ او په خبره یې اصلي ننګونه دا ده چې دوی چېرې ولاړ شي، ځکه دوی کلونه له هېواده لرې وو او د اوسېدو لپاره کور نه لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنر د وینا پر بنسټ، سږ کال تر یو نیم میلیونو زیات افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د دې شمېر راستنېدونکو لپاره د خدمتونو برابرول زیاتې سرچینې غواړي. نوموړي دغه شان ویلي، دې ته په پام چې ډېری افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، راستنېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img