د هلمند ځایي مسئولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت «واشېر» ولسوالۍ اړوند د کابل-هرات په لار د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله ۱۱ تنه مړه او ٥ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند، عزتالله حقاني ویلي، چې دا پېښه د واشېر ولسوالۍ د «کارېز» سیمې اړوند د کابل – هرات په لار شوې او ۱۶ تنو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د مسئولینو پر وینا ټپیان ۲۱۵ العزم قول اردو او ګرشك روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي، خو د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې، چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي نښو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا طالب چارواکو بار بار له چلوونکو غوښتي، چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.
د ویلو ده چې څه موده مخکې د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخینوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د ۸ زره «جي پي اېس» آلو د نصب خبر هم ورکړی و.



