چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

يو ځل بيا برېتانیا په پټه د افغانانو د لېږد لړۍ پیل کړې

د راپورونو له مخې، له هغې وروسته چې د برېتانیا حکومت دغه هېواد ته د لېږد لپاره د زرګونو افغانانو شخصي معلومات په ناعمدي توګه افشا کړل، د هغوی د لېږد لپاره یې يو پټ پروګرام فعال کړی دی.
ننه سه شنبه بي‌بي‌سي راپور ورکړی، چې له دې پېښې وروسته د برېتانیا حکومت د ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې «افغانانو ته د ځواب ورکولو بهیر» (Afghan Response Route) په نوم پروګرام پیل کړی دی.
د راپور له مخې، دا پروګرام د یاد هېواد سترې محکمې په حکم په پټه ساتل شوی و، خو د دې محکمې له خوا د تازه حکم له مخې چې نن سې‌شنبې پر ورځ صادر شوی، اوس پرې خبرې کېدای شي.
د معلوماتو د افشا کېدو اصلي پېښه د ۲۰۲۲ م کال فبرورۍ میاشتې ته ورګرځي، چې د برېتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي په «تېروتنه» داسې اسناد خپاره کړي وو، چې د شاوخوا ۱۹ زرو افغانانو شخصي معلومات په کې شامل وو.
دا هغه افغانان وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته‌یې برېتانیا ته د لېږد غوښتنه کړې وه.
د برېتانیا دفاع وزارت د ۲۰۲۴ م کال په اګست کې له هغې وروسته له دې افشاګرۍ خبر شو، چې د دغو معلوماتو یوه برخه په فیسبوک کې خپره شوې وه.

- Advertisment -spot_img