د افغانانو په بې سارې ډول ایستل کېدو وروسته ایراني کارخونو فعالیتونه ټکني شوي دي. ایران د کارخونو مالکين په خپلو چارواکو غږ کړی، چې اوس دې د دوی د کارخونو د فعالیت بندو بست وکړي. د کارخونو مالکین وایي، کارخونې یې په افغان کارګرو فعاله وې، چې اوس د بشري قوې له جدي کمښت سره مخ دي.
دوی وایي ایراني کارګر په کمو پیسو درندو کارونو ته زړه نه نيسي، چې له امله یې د یو شمېر کارخونو چارې په بشپړ ډول تتې او ځینې نورې یې د رکود پر حالت کې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)