د فراه محلي مسئولينو خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې یوه کس په خپل شخصي لګښت په ۲،۲ میلیونه افغانیو د فوټسال لوبغالی جوړ کړی دی.
د فوټسال دغه لوبغالی د ملایانو کلي کې جوړ او ګټېاخیستو ته سپارل شوی دی.
د فراه ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدعبدالحی سباوون ويلي، چې دغه لوبغالی د ملایانو کلي د یوه اوسېدونکي له لوري په ۲.۲ میلیونه افغانیو جوړ شوی دی.
د یاد لوبغالي مسئول محمدرحیمي بیا ويلي، چې دغه لوبغالی ۴۳ متره اوږدوالی، ۲۳ متره پلنوالی لري او د جوړېدو چارې یې، د درېوو میاشتو په موده کې بشپړ شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لوبغالی د شاوخوا ۸۰۰ نندارچیانو د کېښناستو لپاره ځای هم لري.
فراه کې دغه لوبغالی داسې مهال جوړېږي، چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د یوشمېر سوداګرو او ورزشکارانو له لوري په خپل شخصي لګښت د فوټسال، والیبال او نورو سیالیو لپاره لوبغالي جوړ شوي دي.



