د غزني ولایت د «ګیلان» ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لاره د ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه د ياد ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې سراچه موټر پرون د ګیلان ولسوالۍ په «پښ کندې» سیمه کې چپه شوی او شپږو تنو په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکي بېاحتیاطي بللې او ټپيان د درملنې په موخه د غزني حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې،چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
د ویلو ده چې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو ترڅنګ وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)