لغمان کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د تندر غورځېدو په پېښه کې یو تنکی ځوان مړ او دوه تنه ټپيان شوي دي.
د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مسئولینو ویلي چې دا پېښه تېر ماښام د مهترلام ښار په «زیارت» سیمه کې رامنځته شوې او دریو تنو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په ټپیانو کې یوه نجلۍ هم شامله ده او د یو کس روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د تندر غورځېدو له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې وه.
څو ورځې مخکې په پکتیا کې ورته پېښې د یو ځوان ژوند بایللی و. په هېواد کې د دغو پېښو ډېری قربانیان د تالندې برېښنا پرمهال په غرونو کې د مالونو پر څړ یا کار کولو لګیا وي.
د معلوماتو له مخې چې هر کال په نړۍ کې نږدې ۲۴ زره انسانان د تندر وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د کارپوهانو پر وینا د بېلابېلو دلایلو له مخې تندر د انسانانو په پرتله څاروي ډېر ځپي.



