د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، د چین له یوه جګپوړي ګمرکي چارواکي سره په کتنه کې د افغانستان پر صادراتي توکو د مالیاتو د کمېدو غوښتنه کړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې احمدالله زاهد د چین د ګمرکاتو ادارې له مرستیال سره لیدلي او د افغانستان لپاره یې د صادراتو پر وړاندې د موجودو محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چین د ګمرکاتو مرستیال ټینګار کړی،چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او یادونه یې کړې چې چین پر افغان صادراتو ګمرکي تعرفې ختمې کړي او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پراخېدو لپاره مناسب فرصتونه موجود دي.
هغه دا هم ویلي، سره له دې چې د چین قرنطیني معیارونه سخت دي، خو چین چمتو دی چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د چین د ګمرکاتو مرستیال ډاډ ورکړی چې دا وړاندیزونه به له ډیپلوماتیکو لارو وڅېړل شي او تر ممکنه بریده به لازمې همکارۍ وشي.
چین د امریکا او اروپايي هېوادونو په شان په خلاص لاس بشري مرستې نه کوي،خو که د افغانستان محصولاتو ته یې خپل بازارونه پرانیستل، دا به یې له افغانستان سره تر ټولو لویه مرسته وي.



