د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدلو په افغانستان کې نژدې ۱.۶ میلیونه کسان اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وایي چې د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډ په افغانستان کې پر بشري عملیاتو پراخې منفي اغېزې کړې دي.
اوچا په خپل تازه راپور کې چې د مې په ۲۲مه، یې په خپله ایکس (پخواني ټویټر) کې خپور کړی ویلي، د مرستو دا ځنډ د فبرورۍ میاشتې تر پایه ، د ۱۸۸ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوي چې نږدې ۱.۶ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي.
د راپور په ټکو، د دغو مرکزونو له تړل کېدو وروسته، شاوخوا ۱۷۰۰ ښځینه روغتیايي کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
همهاله د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی، چې شاوخوا ۶.۳ میلیونه تنه، به په افغانستان کې چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د بودجې د کمښت له امله اړینو روغتیايي پاملرنو ته له لاسرسي بې برخې شي.
د دغه صندوق د افغانستان څانګې د مې په ۲۲مه ویلي چې ډیرې ګرځنده کلینیکونه او په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغانان هم روغتیايي خدمتونو او مرکزونو د نه لاسرسي په اړه شکایت لري لري.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم یو شمیر نړیوالو سازمانونو ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیستم چې کلونو جګړو ځپلی د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی و چې د امریکا د مرستو د ځنډ له امله، ښایي تر ۱۰ سلنې زیات افغانان د روان میلادي کال تر پایه له روغتیايي خدمتونو ته بې برخې شي.
دغه سازمان ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال تر دریمې رُبعې پورې، ۲۲۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي او دا حالت به له ۲ تر ۳ میلیونو افغانانو له روغتیايي خدمتونو محروم کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې د یوه اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، ویې ویل چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.



