طالبانو بلوچستان کې د ښوونځي پر موټر د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي،چې پاکستاني چارواکي بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغسې پېښو مسئولیت پر افغانستان وانهچوي.
تېره ورځ د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د یوه ښوونځي د زدهکوونکو پر بس موټر برید وشو، چې په کې د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان شول.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، پر خپله اېکسپاڼه دغه برید غندلی او لیکلي یې دي،چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید هېڅ ډول توجیه نهلري.
هغه لیکلي: « د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه له افغانستان سره تړي، په کلکه ردوو. پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغو پېښو مسئولیت پر افغانستان وانهچوي.»
مجاهد زیاته کړې،چې اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.
مجاهد دا هم لیکلي،چې د داسې ادعاوو لپاره هېڅ ډول دلیل نهلیدل کېږي.



