پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې ۲۳ تنو ته تعزیزي سزا ورکړل شوې

د طالبانو سترې محکمې د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۲۳ تنو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د تعزیري سزا ورکولو خبر ورکړی.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي،چې په کابل کې ۱۲تنو ته د نشه‌ کوونکو ټابلېټونو (ذيکپ) د پلور او قاچاق په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

سرچينې لیکلي، یاد مجرمین يې له شپږو تر اته میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

دغه راز خوست ولايت کې هم د دوو ښځو په ګډون شپږو تنو ته د زنا او لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوې او د جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې درې متهمين پر پنځه ـ پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو، دوه متهمين پر يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو او شپږم متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

د یو بل خبر له مخې، د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ کې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او يو کس ته د زنا په تور تعزیري سزا ورکړل شوې او ابتدائیه محکمې دوه مجرمين پر ۳۰ـ ۳۰ دُرو او یو متهم په ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

سترې محکمې دغه راز لیکلي، چې په دایکنډي کې هم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د زنا په تور تعزیري سزا ورکړل شوې او محکمې دغه دوه کسان په یو- یو کال تنفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکموم کړي وو.

- Advertisment -spot_img