د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) ویلي، په روان کال کې ۷۸۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي،چې له دې ډلې یې څه باندې ۳۵۰ زره کسان له دغو هېوادونو په جبري توګه شړل شوي دي.
یادې ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي،چې دغه کډوال داسې هېواد ته ستنېږي چې له نیمايي څخه زیات نفوس یې بشري مرستو ته اړتیا لري او د دوی منلو ته چمتو نه دی.
یادې ادارې د بودیجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې اوسمهال دوی یوازې له ټولو اړینې بشري مرستې راستنېدونکو ته برابروي، چې هغه هم لنډمهالې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، له ۲۰۲۳م کال له سېپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه، له درې میلیونو زیات افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې،چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره له دغه هېواد سره سیاسي او مالي مرستې وکړي.



