چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

يوځل بیا سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي

د طالبانو د مهاجرينو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه تر خوشي کېدو وروسته ۲۸۶ تنه افغان مهاجر د غويي میاشتې په ۲۸مه هېواد ته راستانه شول.

سرچينې د کندهار ولایت د سپین‌بولدک د سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې ويلي، چې دغه کسان سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او تر یوه یا دوو ورځو بند وروسته خوشي کړای شول.

راستانه شوي کسان له ثبت او راجستر وروسته له بشري مرستو برخمن او خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.

په وروستيو کې په پاکستان کې د اسناد لرونکو او بې اسنادو افغانانو د نيولو او له دغه هېواده د ايستلو لړۍ ګړندۍشوې، چې تر اوسه لسګونه زره افغانان په جبري ډول رايستل شوي دي.

- Advertisment -spot_img