چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تېر کال ۱۳ میلیون افغانانو ته روغتیايي چوپړتياوې وړاندې شوې

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) اعلان کړی، چې په ۲۰۲۴ م کال کې یې د ښځو او نجونو په ګډون څه باندې ۱۳ میلیون افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

دغه صندوق د یوه نوي راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳.۷ میلیون خلکو د دې سازمان د روغتیا او ملاتړ خدماتو څخه ګټه پورته کړې. د دې نفوس ۷۸ سلنه ښځې او نجونې دي.

دا خدمات، د زیږون روغتیا، نو زېږو ماشومانو پاملرنې، د ځوانانو روغتیا او د مور روغتیا باندې تمرکز کوي، په ټول هېواد کې د ۹۹۵ روغتیایي مرکزونو له لارې چمتو کېږي. راپور ټینګار کوي چې د دې خدماتو کاروونکو شمېر د ۲۰۲۳ م کال په پرتله ۴۸ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق یادونه کړې،چې په افغانستان کې د عملیاتي محدودیتونو او ننګونو سره سره، دا اداره هڅه کوي چې زیان منونکو ډلو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته حیاتي خدمات وړاندې کړي.

په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو وروسته، د نفوس د یوې لویې برخې لپاره – په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان – روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د نړیوالو سازمانونو لپاره یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق یو له هغو سازمانونو دی،چې خپل فعالیتونه یې د زیږون روغتیا او په زیان منونکو سیمو کې د میندو او ماشومانو ملاتړ باندې متمرکز کړي دي. د خدماتو ترلاسه کوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی،ممکن په هېواد کې د لاسرسي پراخېدو یا د بېړنیو اړتیاو زیاتوالي نښه وي.

- Advertisment -spot_img