د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزارت خبر ورکړی،چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته سفر کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې ملا برادر به د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي. دا فورم، چې د مې له ۱۴څخه تر ۱۹ نېټې دوام کوي، د اسلامي هیوادونو او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لار هواروي.
ټاکل شوې،چې طالب پلاوی د فورم په غونډه کې د ګډون ترڅنګ د بېلابېلو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره رسمي ليده کاته وکړي.
د دې غونډې موخه د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د افغانستان د بیارغونې لپاره د پانګونې راجلبول دي.



