یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هېواد کې د بې کیفیته نفتي توکو له امله شکایتونه زیات شوي

د طالبانو تر ولکې لاندې مالیې وزارت خبر ورکړی،چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد له ګمرکونو څه باندې ۱۰۰ټانکره بې کیفیته تېل مسترد کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست،چې د ټاکل شويو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي؛ د روان ۱۴۰۴لمریز کال د وري په میاشت کې د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۰۴ټانکره واردېدونکي بې کیفیته تېل ګرځولي دي.

ویل کېږي،چې د مسترد شويو تېلو له اندازې ۷۳ ټانکره ډيزل د فراه له ابونصر فراهي ګمرکه او ۲۶ ټانکره ډیزل او پنځه ټانکر پټرول د نيمروز له ګمرکه ګرځول شوي دي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي،چې د افغانستان موټر لرونکي اوس هم د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري.

موټر لرونکي تمه لري،چې طالبان دې پر واردېدونکو تېلو څار زیات او کیفیت ته پام وکړي.

د دوی په خبره افغانستان کې اوسني کارېدونکي تېل هم تر ډېره بریده د کیفیت له مخې بې خونده او وسایطو ته زیان رسوونکي دي.

- Advertisment -spot_img