چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پروان کې یوه پخواني نظامي ځان وژنه کړې


د پروان ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولايت کې يوه پخواني نظامي د اقتصادي ستونزو له امله ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینو ويلي، چې دغه پخوانی نظامي چې نوید غلامي نومېده او د جبل‌السراج ولسوالۍ د «صفي خیل ګلبهار» کلي اصلي اوسېدونکی و.

سرچینو زياته کړې،چې نوموړی د مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته، دوه ځلې ایران او ترکیې ته هم کډوال شوی و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوید د ایران–ترکیې پر لاره د غلو له‌ خوا یرغمل شوی و او د درې زره ډالرو د ورکړې په بدل کې خوشی شوی و.

سرچینې ټینګار کوي چې بې وزلي او پورونه د نوموړي د ځان‌وژنې اصلي لاملونه وو.

د پخواني حکومت له سقوط وروسته، پخواني نظامیان له امنیتي، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له‌خوا له دوامداره ګواښونو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img