- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پېښور کې د ښوونځي چت لوېدو پېښه؛ د یوه ښوونکي په ګډون ۲۸ زده‌کوونکي مړه شوي

د راپورونو له مخې، د پېښور ښار په دیر کالونۍ سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت لوېدو پېښه کې یوه ښوونکې او لږ تر لږه ۲۸ زده‌کوونکي مړه او ګڼ نور زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.

جیونیوز راپور ورکړی چې د پېښور ښار په دیر کالونۍ کې نن (پنجشنبې) د یوه خصوصي ښوونځي چت لوېدلی دی.

سرچینې په پښور ښار کې د لېډي ریډینګ روغتون (LRH) ادارې له قوله لیکلي چې دغه روغتون ته د ۲۸ ماشومانو جسدونه وروړل شوي دي.

د روغتون ادارې زیاته کړې چې په دې پېښه کې ګڼ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.

د لېډي ریډینګ روغتون ادارې ویلي چې د یوې ښوونکې جسد هم له پېښې وروسته روغتون ته ور وړل شوی دی.

د ژغورنې ادارې مسوولینو ویلي چې یو شمېر ماشومان د نړېدلي چت تر خاورو او خځلو لاندې بند پاتې دي.

د ژغورنې ادارو په خبره، د ژغورنې عملیات پیل شوي او هڅه کېږي تر خاورو لاندې بند پاتې ماشومان او د ښوونځي کارکوونکي راوباسي.

د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف په پېښور کې د ښوونځي د چت نړېدو له امله د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه چارواکو ته لارښوونه کړې چې ټپیانو ته د درملنې ټولې شونې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ښوونځي د چت نړېدو سیمه کې دې د ژغورنې او مرستندوی عملیاتو بهیر چټک کړي.

- Advertisment -spot_img