د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې زیات شمېر کورنیو او بهرنیو پانګهوالو په کور د ننه د بېلا بېلو موجودو سرچینو د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی، چې ځینو یې پانګونه هم پیل کړې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه. د بلخ په دهداي ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه. په هرات کې د ۵ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه. په لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه. په هرات کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي برښنا پروژه. د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.
د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه.
د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برښنا پروژه. د یادونې وړ ده، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د لس میګاواټه لمریزې برښنا پروژه عملاً ګټې اخیستو ته سپارل شوې ده.
اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې، چې یادې پروژې په مجموعي ډول د ۲۶۱ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، چې ۲۳.۷ ملیارده افغانۍ پانګونه په کې کېږي.



