- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ایران به په یوه میاشت کې اټومي وسله جوړه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ښايي په راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو کې اټومي وسله ترلاسه کړي او واشنګټن نه شي کولای تهران ته د دې وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.

ټرمپ ویلي، ځینو کسانو ترې غوښتي وو چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره لږ نور هم انتظار وکړي، خو ده دا غوښتنه نه ده منلې. د نوموړي په وینا، که امریکا اقدام ونه کړي، ایران ښايي په یوه میاشت کې اټومي وسله ترلاسه کړي.

هغه ایران ته خبرداری ورکړی چې که دغه هېواد خپلو کړنو ته دوام ورکړي، امریکا به ښايي پر ایران «ډېر سخت» ګوزار وکړي.

ټرمپ همداراز د «کوه کلنګ» په نوم د ایران د یوې اټومي اډې په اړه ویلي، ښايي امریکا اړ شي چې پر دغه ځای هم برید وکړي.

- Advertisment -spot_img