د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د یوې لړۍ موخیزو عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوځي اډو، قطعو او پوستو له څو لوریو بریدونه کړي دي. د دې جبهې د اعلامیې له مخې، دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد له لومړۍ نېټې پیل شوي او تر اوسه دوام لري. د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې طالبان د زیباک د سرحدي کنډک شاوخوا له ځینو لوړپوړو سیمو او پوځي مورچو څخه شاتګ ته اړ کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو هڅې د بېرته نیولو لپاره د له لاسه وتلو ستراتیژیکو سیمو ته د آزادۍ جبهې له مقاومت سره مخ شوې او دې ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي. د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه طالب جنګیالي، چې یو شمېر یې مشران او قوماندانان دي، وژل شوي او شاوخوا ۳۷ نور ټپیان شوي دي. دې جبهې زیاته کړې چې د طالبانو ټپیان د چورلکو له لارې د بدخشان مرکز فیضآباد ښار او یو شمېر نورو ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو یو شمېر پوځي وسایل، سپکې او درنې وسلې، مهمات او جنګي تجهیزات د آزادۍ جبهې ځواکونو ته په لاس ورغلي دي. د افغانستان د آزادۍ جبهې همداراز په دې نښتو کې د خپل یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړي د جګړې په ډګر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



