کابل – د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تهران د افغانستان په مسئله کې د ټولګډون کوونکي حکومت جوړېدو پلوی دی او هر هغه ابتکار ته به مثبت ځواب ووايي، چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره وړاندې شي. د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، نن د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، چې تهران له افغان ولس سره ژورې تاریخي، کلتوري او تمدني اړیکې لري، خو ټینګار یې وکړ چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د هېوادونو ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي سره ګوري. عراقچي زیاته کړه، چې ایران به د افغانستان له هر هغه سیاسي بهیر څخه ملاتړ وکړي، چې د ټولو قومونو، ډلو او طبقو ګډون په کې تضمین شوی وي او د سولې او ثبات لپاره یې زمینه برابره کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان د کورني سیاسي وضعیت په اړه د سیمهیزو او نړیوالو غږونو کچه لوړه شوې او ګڼو هېوادونو د کابل له اوسني چارواکو غوښتي، چې د یو ټولګډون کوونکي نظام په لور ګامونه پورته کړي.



