کابل – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي مرستیال، اسحاق ډار، ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو د بریدونو مخنیوی کولای شي د سیمې د سوداګرۍ، اړیکو او اقتصادي پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه رامنځته کړي. ښاغلي ډار ده پنجشنبې ورز دغه څرګندونې د یوې رسمي غونډې پر مهال وکړې او ټینګار یې وکړ، چې که افغانستان خپله خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنیو د سرچینې په توګه نه پرېږدي، نو د سیمې ټول هېوادونه به دې ګټې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې د سیمې د امنیت او ثبات ساتنه د اقتصادي ودې او د سوداګریزو لارو د پرانیستلو بنسټیز شرط دی او پاکستان چمتو دی چې په دې لړ کې له افغانستان او نورو سیمهیزو شریکانو سره همکاري وکړي.



