د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار وایي، چې په روان کال کې په دغه هېواد کې له دوو زرو زیاتې امنیتي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې تر ۵۶۰ ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، چې د یادو پېښو ډېری یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ترسره شوې دي. هغه ادعا کړې چې د ځینو بریدونو په اړه داسې شواهد هم موندل شوي چې د بهرنیو وګړو د ښکېلتیا احتمال ښيي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ له منځه وړل د سیمې د اوږدمهاله سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو اساسي شرط دی.



