د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به راتلونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې په کلنۍ مېلمستیا کې کړې دي. د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر تر دې مخکې ویلي وو چې نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي او د سې شنبې په ورځ به له ټرمپ سره وګوري. تر اوسه د دواړو مشرانو د لیدنې د اجنډا په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.



