د مې ٣ مه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. دا ورځ یو فرصت دی،چې د رسنیو د ازادۍ حالت ارزونه وکړي او په ټوله نړۍ کې د خبریالانو حقونه خوندي کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه پیغام کې ټینګار کړی،چې د خلکو ازادي د مطبوعاتو پر ازادۍ پورې اړه لري او خبریالان باید له وېرې او تبعیض پرته راپور ورکړي.
خو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت خورا خراب دی. بې سرحده خبريالانو په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د حالت په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان د خبريالانو او رسنيو لپاره يو له بدو هېوادونو څخه بللی دی. د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې درجې له مخې، افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای لري.
افغان خبریالان وايي، د هېواد د مطبوعاتو ساه بنده ده او ښځینه خبریالانې په ځانګړې توګه تر سخت فشار لاندې دي.
ډېر خبریالان په کډوالۍ بوخت دي او ځینې یې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوي او وژل شوي دي.
د افغان ژورنالیستانو مرکز راپور ورکړی،چې د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۲۱۵ پېښې ثبت شوي،چې پکې ګواښونه او نیول هم شامل دي.
دا احصایې د تېر کال په پرتله د تاوتریخوالي او محدودیتونو زیاتوالی ښیي.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت خورا نازک دی او په لیرې پرتو سیمو کې خبریالان له جدي ستونزو سره مخ دي.



