ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان د پوځ له لوري پر کنړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي او پاکستان به پر خپل اقدام پښېمانه شي. مجاهد له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، طالبان به د پاکستان د بریدونو پر وړاندې غلي پاتې نه شي. هغه زیاته کړې، که د هوايي بریدونو له لارې د ځواب ورکولو امکان نه وي، نو دغه ډله به د ځمکنۍ لارې له لارې اقدام وکړي. د طالبانو ویاند ټینګار کړی، چې دوی د غبرګون ښودلو وړتیا لري او د ځواب وخت او څرنګوالی به خپله ټاکي.



