دوشنبه, جون 29, 2026
دوشنبه, جون 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ازادۍ جبهې په تخار کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ د برید ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د یکشنبې شپې، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۷مه، یې د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ د طالبانو د امنیې قومندانۍ پر مرکز برید کړی دی. د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی جنګیالیو لومړی د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ څو توغندي وویشتل او وروسته یې د سپکو وسلو په وسیله پر طالب ځواکونو برید ته دوام ورکړ. د خبرپاڼې له مخې، د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا نیم ساعت مخامخ نښته روانه وه او د ازادۍ جبهې جنګیالي له نښتې وروسته له سیمې وتلي دي. جبهې ویلي چې په دې برید کې طالبانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او لږ تر لږه د درېیو طالب جنګیالیو مړي د پېښې په ځای کې لیدل شوي دي. طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم تر اوسه د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

- Advertisment -spot_img