دوشنبه, جون 29, 2026
دوشنبه, جون 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حامد کرزی د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض وباله

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر مېشتو سیمو هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي. نوموړي دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. کرزي د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس دعا کړې، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده. هغه ټینګار کړی چې د پاکستان ګټه په دې کې ده چې د دښمنۍ سیاست او د افراطیت پر وړاندې دوه‌ګونی چلند پرېږدي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي

- Advertisment -spot_img