د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د پاکستان د پوځ په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د یوناما د معلوماتو له مخې، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په هوايي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي. یوناما په دې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو بشري قوانینو پر درناوي ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د شمېرو له مخې، د پاکستان د پوځ په دغو هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.



