د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د اورلګېدنې له امله دوه کسان ټپیان شوي دي. دغه اداره په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې اورلګېدنه د سراي ګلبهار په سیمه کې د یو موټر د تېلو ټانک د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې د اور وژنې او ژغورنې ډلې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او په پر وخت اقدام یې اور مهار کړی او د شاوخوا سیمو ته یې د خپرېدو مخه نیولې ده. دغه اداره زیاتوي، چې په دې پېښه کې اووه کورونه، څلور دوکانونه او څلور بار وړونکي موټرونه زیانمن شوي دي.



