د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر او شاوخوا سیمو کې د یوه ځانمرګي برید په ګډون په درېیو جلا بریدونو کې شپږو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان دولتي سرچینو خپلو رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د پوځي ساختماني شرکت «اېف ډبلیو او» پر ودانیز کمپ، د سنتسر پر پولیسو پوستې او له ایران سره پولې ته نژدې پر «ګبد ریمدان ۲۵۰» نقطې بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، د ګبد ریمدان په سیمه کې درې موټرچلوونکي ټپیان شوي او له درېیو تر څلورو پورې باروړونکي موټر سوځول شوي دي. د ساختماني شرکت پر کمپ د چاودنې او ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې امنیتي ځواکونو د ساختماني شرکت پر تش کمپ برید شنډ کړی او درې وسلوال یې وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو مسوولیت د بلوچستان د ازادۍ جبهې (بياېلاېف) منلی دی.
دې ډلې ویلي چې پاکستاني ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې له ایران سره په ترانزیتي سوداګرۍ کې د خنډونو له امله په سرحدي سیمه کې ګڼ باروړونکي موټر درول شوي وو.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)