د فرانسې حکومت په ټول هېواد کې د ناامنیو د مخنیوي لپاره ۷۰ زره امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي او د تاوتریخوالي او لوټمارۍ پر وړاندې یې د جدي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، لارینټ نونیز، ځینې افراطي کیڼاړخي ډلې د خلکو هڅولو په تور تورنې کړې چې تاوتریخوالي ته مخه کړي.
په فرانسه کې د زدهکوونکو او نورو ټولنیزو ډلو لاریونونه د ښوونځیو د وضعیت، د توکو د بیو لوړېدو او نورو ټولنیزو ستونزو له امله پراخ شوي دي.
د فرانسې د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرې شنبې له تاوتریخجنو پېښو راهیسې ۲۷۰۰ کسان نیول شوي او په ځینو سیمو کې ګرځبندیزونه لا هم پر ځای دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)