- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مکې دفاعي تړون کمېټه په ریاض کې د حوثیانو په اړه غونډه کوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار وايي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د مکې ګډ دفاعي تړون د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې بېړنۍ غونډه به راتلونکې اوونۍ په ریاض کې جوړه شي.

ډار ویلي، په دې غونډه کې به د سعودي عربستان پر وړاندې د یمن د حوثیانو وروستي بریدونه وڅېړل شي او د دې ډلې پر وړاندې د راتلونکو اقداماتو په اړه به بحث وشي.

د هغه په وینا، ایران وړاندیز کړی چې د حوثیانو پر وړاندې د پوځي اقدام پر ځای له دې ډلې سره سیاسي خبرې وشي. ډار ټینګار کړی چې دا تر اوسه کوم رسمي وړاندیز نه دی، بلکې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د نظرونو تبادله وه.

د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست په اوومه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img