د افغانستان په اړه د مسکو فارمت اتمه غونډه ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۵مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. بلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه بلل شوي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. نوموړي ویلي، مسکو چمتو دی چې د مسکو فارمت له لارې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره مرسته وکړي.
د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې متقي به د غونډې په څنډه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره جلا لیدنه هم ولري او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو همکاریو په اړه به خبرې وکړي.
د مسکو فارمت په غونډه کې به د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمهییزې همکارۍ او د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه هم بحث وشي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، تمه ده د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)