- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د عمران خان د پلویانو لاریون؛ حکومت او تحریک انصاف خبرې کوي

د پاکستان حکومت او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د یکشنبې ورځې د لاریون د مخنیوي او د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره خبرې پیل کړې دي. د جمعې په ورځ د خبرو لومړی پړاو ترسره شو او ټاکل شوې چې دویم پړاو یې هم دوام وکړي.

تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي او لاریون یې د اکتوبر پر څلورمه نېټه پلان کړی دی. بلخوا، د اسلام‌اباد پر مهمو لارو او د ښار پر ورودي مسیرونو له څو اوونیو راهیسې بار وړونکي کانتینرونه ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، کانتینرونه د امنیتي تدابیرو په توګه اېښودل شوي دي، خو د رویټرز د راپور له مخې، د لاریون د مخنیوي لپاره د کانتینرونو کارولو د هېواد پر بار وړونکو او سوداګریزو لارو هم اغېز کړی دی.

- Advertisment -spot_img