د ایران او امریکا ترمنځ د اووه ورځني باور جوړونې طرحه تر بحث لاندې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قطر د منځګړیتوب له لارې د امریکا له لوري د اووه ورځني باور جوړونې د یوې طرحې په اړه ځواب ترلاسه کړی دی.
د رویترز د راپور له مخې، دا طرحه د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره وړاندې شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ لا هم د بندیزونو، اټومي پروګرام او سیمهییزو امنیتي مسایلو په اړه ژور اختلافات موجود دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)