د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سرپرست سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان پر کونړ، پکتیا او خوست د پاکستاني هوايي بریدونو په تړاو یې رسمي اعتراض ورته سپارلی دی.
د طالبانو حکومت وايي، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او د افغانستان هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا نقض شوې ده. پاکستان بیا ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د هغو وسلهوالو ډلو پر مرکزونو بریدونه کړي چې د دغه هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېده.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د سرحدي نښتو، هوايي بریدونو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات زیات شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)