د روسیې بېپیلوټه الوتکو او توغندیو د اوکراین پر پلازمېنې کییف او شاوخوا سیمو بریدونه کړي چې د اوکرایني چارواکو په وینا، لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کییف ښار چارواکي وايي، په ښار کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې د کییف په سیمه کې د یوه ماشوم په ګډون یو بل کس وژل شوی دی.
د بریدونو له امله کورونه، دوکانونه، ګودامونه او نورې ودانۍ زیانمنې شوې دي. رومانیا او پولنډ هم د هوايي بریدونو د ګواښ له امله خپلې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)