د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف ویلي، افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی، خو د نوموړې په وینا، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارېږي.
مریم نواز د جمعې په ورځ په لاهور کې د لوړپوړو دولتي چارواکو یوې غونډې ته وویل، ترهګر هر چېرې وي، ترهګر دي او د هغوی ترمنځ باید توپیر ونه شي. هغې زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان امنیتي سرتېري له ترهګرۍ سره په مبارزه کې وژل کېږي.
افغان حکومت بیا په وار وار د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي. په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت پر سر تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)